ډېر لوستل شوي

د قاچاقبرو پر وړاندې پرېکنده اقدام؛ سرحدي پولیسو ۲۶ تنه له قیمتي ډبرو سره نیولي

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۲۶ کسان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق او جعل په تور نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له یادو کسانو شاوخوا ۵۵ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او میدګه تر لاسه شوې دي.

د قاچاق دغه هڅې د کابل او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو، او همداراز د حیرتان، پل‌ابریشم او اسلام‌قلعه بندرونو کې شنډې شوې دي. ښاغلي فاروقي ټینګار کړی، چې دا لړۍ د سرحدي پولیسو د عمومي رئیس مولوي حزب‌الله افغان د لارښوونو پر بنسټ ترسره شوې او سرحدي پرسونل هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله له امرونو سرغړونه وکړي.

اړوند خبرونه