د امریکا مشهور سناتور برني سندرز داسې طرحه کانګرس ته وړاندې کړې، چې له مخې بهیې پر ایران د احتمالي برید لپاره د امریکا له کورني بوديجې کار اخیستل منع شي.
یاده طرحه چې «د ايران په وړاندې د جګړې نه کولو قانون» په نوم یاده شوې، هدف یې دا دی چې د امریکا حکومت د کانګرس له اجازې پرته د ایران پر ضد پوځي اقدام و نهکړي.
سندرز ویلي، د اسرائیلو له لوري پر ایران احتمالي بریدونه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او باید کانګرس دا روښانه کړي، چې امریکا د اسرائيل لومړي وزیر نتانیاهو په اختیاري جګړه کې ښکېله نه شي.