سپینې ماڼۍ ویلي، چې په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان لا هم په دفاعي حالت کې دي او د دوی په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر پرون دوشنبه د ټولنیزو شبکو له لارې څرګنده کړې: “موږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو.”
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د ایران او اسرائيل ترمنځ جګړه نن پنځمې ورځې ته غځېدلې ده. امریکا له اوږدې مودې راپدې خوا د منځني ختیځ په ۱۹ پوځي اډو ” بحرین، مصر، عراق، اردن، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون هېوادونو کې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.