د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست، مولوي عبدالحکیم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له شارژدافیر «پیر آلبرت الساس» او مل پلاوي سره په کتنه کې د کورنيو قوانينو، نړيوالو حقوقو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې د عدلیې سرپرست وزیر له قوله ویل شوي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د امن فضا رامنځته شوې او په وینا یې چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په ټولو برخو کې، په ځانګړي ډول د قوانينو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
مولوي عبدالحکیم شرعي همداراز ویلي: “عدليې وزارت فرعي قوانين له قرآن کريم، نبوي سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچينو څخه تخریج کوي او پر دغو قوانينو ۹۵ سلنه کار په عدلیې وزارت کې بشپړ شوی دی.”
نوموړي دا هم ویلي چې علماء کرام او حقوق پوهان پر قوانينو کار کوي او دا قوانین د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تر کتنې وروسته د هغه لخوا توشيح او نافذ کېږي.
د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې سفارت شارژدافیر، پیر آلبرت الساس پر قوانینو د عدليې وزارت کاري چټکتیا او د پام وړ پرمختګ ستایلي او له افغانستان سره اړيکې یې د ناروې هېواد له لومړیتوبونو څخه بللي دي.