ډېر لوستل شوي

غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۵۱ کسان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وایي چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم په تازه هوايي بریدونو کې ۵۱ فلسطینیان شهیدان او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. 

اسوشیتډپرس خبري اژانس د غزې د یو سیمه‌ییز روغتون د مسوولینو په حواله راپور ورکړی چې دا کسان د بېړنيو خوراکي مرستو ترلاسه‌کولو ته منتظر وو چې د صهیونیستي رژیم تر برید لاندې راغلي دي. 

په راپور کې ویل شوي چې اسراییلي ځواکونو لومړی د دې سیمې تر څېرمه پر یو کور هوایي برید کړی او وروسته یې په جنوبي ښار، خان‌یونس کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې ډزې کړې دي. 

بلخوا د صهیونیست رژیم ځواکونو تر  اوسه د دغو تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.   د یادولو ده چې د اسراییلو صهیونیستي ځواکونو وخت ناوخت په غزه کې ملکي وګړي په نښه او شهیدان کړي دي.

اړوند خبرونه