د پنجشیر ځايي مسوولینو د ۴۶۸ زره ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د ۴ زره ۷۷۶ قیراطه زمردو د پلورلکېدو خبر ورکړی.
د پنجشیر د ولایت مقام رسنیز دفتر نن (سېشنبې، غبرګولي ۲۷مه) ویلي چې دا پلورلشوي زمرد د یاد ولایت له کانونو استخراج شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې داوطلبۍ مراسم د لسګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په شتون کې د پنجشیر ولایت مقام په تالار کې پرانیستل شوي وو.
په خبرپاڼه کې د پنجشیر د والي، حافظ محمد آغا حکیم له قوله ویل شوي چې د ا.ا له بیاځلي واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج پروژې پیل شوې، او دې برخې ته د چین، هند او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادونو د پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پنجشیر له کانونو استخراجشوي زمرد په منظم ډول د زرګونه امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.