ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونیت: د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د ا.ا د رئیس‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا غونډه نن (چهارشنبې د غبرګولي ۲۸مه) په مرمرینه ماڼۍ وشوه.

په خبرپاڼه کې راغلي: “۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوې پروژې منظورې او دوې پروژې لغوه شوې. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.”

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي چې په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول او همداراز د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه شامل دي.

د سرچینې په وینا چې په یادو پروژو کې همدراز له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک د اول او دویم لاټونو جوړول، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو نصب هم شامل دي.

د ویلو ده چې یادې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

اړوند خبرونه