ډېر لوستل شوي

ایران له خپلو وګړو د وټس‌اپ پاکولو غوښتنه کړې

د ایران دولتي رسنۍ «صدا او سیما» له خلکو غوښتي، چې د وټس‌اپ اپلیکېشن له خپلو موبایلونو پاک کړي، ځکه دا اپلیکېشن ګواکي د کاروونکو معلومات راټولوي او اسرائیلو ته‌یې سپاري.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې وټس‌اپ دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د عمومي پټو تورو د سیسټم (end-to-end encryption) له لارې د پیغامونو محرمیت خوندي ساتي او هېڅ‌یو دولت ته معلومات نه ورکوي.

 یاد اپلیکېشن د کلونو راپدې خوا په ایران کې ډېر کارېدونکي لري؛ خو حکومت په تېر کې بند کړی و، چې وروسته دا بندیزونه لیرې شول.

اړوند خبرونه