ډېر لوستل شوي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت‌ساتنې په موخه ۱۵ میلیون ډالر د لیلام په ډول پلوري. 

دغه بانک نن (چهارشنبې، د غبرګولي ۲۸مه) په خبرپاڼه کې له ټولو سوداګریزو بانکونو او د پیسو د تبادلې له ټولو شرکتونو غوښتي چې سبا (پنجشنبې، د غبرګولي ۲۹مه) په دې داوطلبۍ کې ګډون کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.”

د افغانستان بانک تر دې مخکې هم د افغانۍ د ثبات او ارزښت‌ساتنې په موخه لسګونه میلیونه ډالر په ازاد بازار کې د لیلام په ډول پلوري وو.

بلخوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان د افغانۍ د ثبات لپاره د ډالرو لیلام ګټور بولي، خو له افغانستانه د ډالرو د قاچاق پر مخنیوي هم ټینګار کوي.

اړوند خبرونه