پر صهیونیستي رژیم د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې د صهیونیستي ځواکونو پټنځایونه په نښه شوي، او د «فتاح» په نوم توغندي د اسرائیل له دفاعي سپره تېر شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې دوی د اشغالي سیمو پر فضا بشپړ کنټرول ترلاسه کړی، او د تېرې شپې په «وعده صادق ۳» عملیاتو کې یې له «فتاح» توغندیو کار اخیستی دی.
بلخوا د «واشنګټن پوسټ» په نوي راپور کې ویل شوي چې د ایران د بریدونو د دوام په صورت کې به د صهیونیستي رژیم دفاعي سیسټم له راتلونکو دوه اوونیو ډېر دوام ونکړای شي.
د واشنګټن پوسټ په راپور کې دا احتمال د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ارزونو سره د بلدو سرچینو له لوري ورکړل شوی دی. په ورته وخت کې عربي رسنیو د ایران د توغندیزو بریدونو له امله په اسراییلو کې تېره شپه «سخته نارامه شپه» بللې ده.