د جوزجان ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت او فاریاب په عمومي لاره د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (چهارشنبې، د غبرګولي ۲۸مه) د دوو تېز رفتاره موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د سرچینې په وینا چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.