د ایران او اسراییلو د جګړې تر ګرمېدو وروسته د صهیونېست رژیم وزیران په خپلو منځو کې لاس او ګرېوان شوي دي.
په هغه ویډیو کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې، د صهیونېست رژیم د ملي امنیت وزیر خپل دفاع وزیر ګواښي چې تهران یې ولې جګړې ته پارولی دی.
د صهیونېست رژیم دفاع وزیر ویلي چې د ایران د وسلو د ځواک په تړاو نه پوهېدل او ارزونه یې ناسمه وه.
ویل کیږي چې د لومړي وزیر په ګډون د صهیونېست رژیم وزیران په خپلو منځو کې ډلې ډلې شوي. یاده دې شي چې ایران پرلپسې د اشغالي فلسطین سیمې په نښه کوي او مهم ځایونه یې ویجاړ کړي دي.