ډېر لوستل شوي

د «موساد» په نښه کېدل؛ ایران نن پر صهیونیست رژیم نه‌تعقیبېدونکی توغندی کارولی

د ایران – اسراییلو د بریدونو په دوام، ایراني رسنیو خبر ورکړی چې نن یې د صهیونیستي رژیم د استخباراتي سازمان (موساد) پر مرکز د برید لپاره له نه‌تعقیبېدونکي توغندي کار اخیستی دی.

په راپورونو کې د ایران دفاع وزارت د ویاند، رضا طلایي‌نېک له قوله ویل شوي چې هېواد یې نن (سې‌شنبې، غبرګولي ۲۷مه) پر صهیونیستي رژیم برید کې له یو داسې نوي ډوله توغندي کار اخیستی، چې د تعقیب وړ نه ‌دی.

د ښاغلي طلايي‌نېک په وینا چې دا ډول توغندی یې د لومړي ځل لپاره کارولی، چې د اسراییلو د استخباراتي سازمان (موساد) پر مرکز لګېدلی دی. 

د ایران د دفاع وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې صهیونیستي رژیم به په راتلونکي کې هم د ایران له لوري د دا ډول توغندیو شاهد وي. 

د ویلو ده چې د ایران او صهیونیست اسراییلو ترمنځ توغندیز بریدونه نن هم ادام لري، چې له امله یې په دواړو هېوادونو کې د مرګ‌ژوبلې او پراخ مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي. 

په ورته وخت کې پر دې جګړې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم تازه څرګندونې کړې، خو د اوربند پرځای یې د ایران پر بشپړې تسلیمۍ ټینګار کړی دی. 

بلخوا د عربي هېوادونو د همکاریو شورا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه