ډېر لوستل شوي

رویټرز: د صهيونيست رژيم د ټانکونو په ډزو کې ۵۹ فلسطینیان شهيدان شوي

د اسرائيلي صهيونيست رژيم ټانکونو له لوري د خوړو مرستو پر راټولو شویو فلسطینیانو د ډزو په پایله کې لږترلږه ۵۹ کسان شهيدان شوي او تر ۲۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د غزې د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا پېښه د غزې په خان‌یونس ښار کې هغه مهال رامنځته شوې، چې زرګونه فلسطینیان د خوراکي توکو له موټرو څخه د اوړو د ترلاسه کولو لپاره د سړک غاړې ته راټول شوي وو.

عیني شاهدانو ویلي، چې د صهيونيست رژيم ټانکونو ناڅاپي پر ګڼه ګوڼه دوه مرمۍ ویشتلي، چې له امله یې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده. یاده دې وي، چې وړمه ورځ هم د خان‌یونس ښار په ورته پېښه کې لږترلږه ۴۵ فلسطینیان شهيدان شوي وو.

اړوند خبرونه