د کاپيسا ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پایته رسول شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا دښمني په «قروتک» سیمه کې ۱۵ کلونه مخکې د یوې ښځې پر وژلکېدو رامنځته شوې وه چې تازه د سیمهییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته رسول شوې ده.
د سرچینې په وینا چې ۱۵ کلونه مخکې دا ښځه د خپل خاوند لخوا وژل شوې وه او بیا یې د خسرخېلو کورنۍ د دښمنۍ د رامنځتهکېدو له امله بغلان ولایت ته بېځایه شوې وه.
مسوولینو ویلي چې دا دښمني پرته له کوم دیت څخه د مقابل لوري د بښنې پر اساس پایته رسول شوې ده. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د سیمهییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دا ډول لسګونه د کلونو دښمنۍ پایته رسول شوې دي.