د ایران او اسراییلي رژیم د جګړې په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي وايي چې دوی تر دې دمه د اسرائیلو کوم ملاتړی نه دی په نښه کړی او یوازې یې د صهیونیستي رژیم د تېري پر وړاندې اقدام کړی دی.
ښاغلي عراقچي په غیرمستقیم ډول لوېدیځ ته په خطاب کې ویلي چې د کمزوري شوي اسرائیلي رژیم د ژغورنې په هڅو سره جګړه پراخه نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې تهران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، خو د صهیونیستي رژیم د یرغل پر وړاندې به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.
عباس عراقچي له تهران څخه دفاع خپل قانوني حق بللی او ټینګار یې کړی چې د صهیونیست اسرائیلو هر تېري ته به مرګونی ځواب وايي.
تهران دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په دې جګړه کې پر مستقیمه ښکېلتیا غَور کوي.