ډېر لوستل شوي

د روسیې ولسمشر له «شي‌جین‌پینګ» سره د منځني ختیځ پر روان وضعیت ټلفوني غږېدلی

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د چین له ولسمشر «شي‌جین‌پینګ» سره د ټلفوني خبرو له لارې پر ایران د اسرائیلي رژیم بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې ده. 

د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې د روسیې او چین ولسمشرانو د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او روانه جګړه یې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو لامل بللې ده. 

ولادیمیر پوتین تر دې مخکې هم پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او دا یې د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې وه.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې مسکو او  بِیچینگ په منځني ختیځ کې د وضعیت د ښه‌والي هڅې پیل کړې دي. بلخوا د سیمې د هېوادونو یو شمېر مشرانو ویلي چې د ایران – اسرائیلو جګړه اوسمهال پراخېدو ته نږدې شوې، او په منځني ختیځ کې د وضعیت د خرابېدو اندېښنې را ولاړې شوې دي.

اړوند خبرونه