د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چين د ملي ولسي کانګرس له مرستيال وانګ دونګ مېنګ، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سون وېدونګ او له يو شمېر پانګهوالو سره په يوننن کې جلا جلا ليدنې کړې دي.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا، د چين – جنوبي اسيا نندارتون پر ارزښت او د چين د پانګوالو له لوري د افغانستان د پانګوالو فرصتونو ارزونه شوې ده.
ښاغلي حنفي له سترې پروژې “کمربند او لاره” د ملاتړ ترڅنګ، د دوه اړخيزې همکارۍ او پانګونې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د بهرنيو پانګهوالو لپاره هر اړخيزې اسانتياوې برابرې کړې دي. د ويلو ده، چې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي او د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکتر محمد نعيم هم ګډون کړی دی.