ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر سره د افغان کډوالو پر لاسنیوي خبرې کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر «تاکایوشي کورومایا» سره په کتنه کې له کډوالو سره پر مرستې او بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې مولوي عبدالکبیر د جاپان سفیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او له افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده. 

د سرچینې په وینا چې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان د مرستو دوام مهم بللی، او د بشري مرستو رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. 

مولوي عبدالکبیر همداراز له جاپان هېواد څخه غوښتي چې کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا له قوله ویل شوي چې چې یاد هېواد روان کال د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري ۷.۵ میلیونه ډالر لګوي او ډاډ یې ورکړی چې له افغانانو سره به د توکیو مرستې د پخوا په څېر دوام ولري.

د جاپان سفیر دا هم ویلي چې د اسلامي امارت ځینې لاسته‌راوړنې باید له نړیوالو سره شریکې شي او په وینا یې چې له افغانانو سره د نړۍ مرستې اړینې دي.

اړوند خبرونه