الجزيرې خبر ورکړی، چې د ايران له لوري پر اسرائيلو د وروستیو توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي، له ۸۳۸ ډېر ټپیان او نژدې ۵ زره کسان له خپلو مېنو کډه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د بریدونو له امله ګڼو سیمهییزو اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او د ژغورنې عملیات روان دي. دا په داسې مهال ده، چې د ایران او اسرائيلو ترمنځ بريدونه د تېرو څو ورځو راپدې خوا په بېساري توګه ډېر شوي دي.