د اسرائيلو د روانو جګړو او ناامنيو له امله ګڼ شمېر اسرائيلي وګړي له دغه سيمې وتلي او د مصر له طابا پولې، په بيړيو کې د قبرس په لور او نورو لارو د تښتېدو هڅه کوي.
سرچينې څرګندوي، چې دغو کسانو ته د اسرائيلي دولت له خوا د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې؛ خو له دې سره سره ګڼ شمېر خلک له دې ځايه د وتلو لارې لټوي.
ویلکېږي، چې دا خلک د مصر له لارې لوېدیځو هېوادونو ته د تګ نیت لري.
د معلوماتو له مخې، د اسرائيلو ډېری اوسېدونکي بهرني تابعيتونه لري او د غرب له هېوادونو څخه راغلي دي؛ خو اوس د جګړې د شدت له امله هڅه کوي بېرته لوېديځو هېوادونو ته ستانه شي.