ډېر لوستل شوي

اسرائيلي پوځ په ايران کې ځینې اهداف په نښه کړي

د اسرائيل صهيونيست رژيم پوځ راډیو د يوه پوځي سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې د بير السبع پر لور د توغندي له توغولو لږ وړاندې، اسرائيلي پوځ په ايران کې پر ځينو توغندويي لانچرونو (پليټفورمونو) بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي، ياد بريدونه د ايران د احتمالي توغندويي ګواښ د مخنيوي په موخه ترسره شوي؛ خو د بريد د نوعيت، دقيق ځای او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. دا خبر تر اوسه د ايران له لوري نه تائيد شوی او نه هم رد؛ خو دغه راپور په داسې مهال خپور شوی، چې د دواړو لوريو ترمنځ پوځي تاوتريخوالی ورځ تر بلې پراخيږي.

اړوند خبرونه