ډېر لوستل شوي

القسام درې اسرائيلي ټانکونه الوځولي او قدس بريګادونو بې‌پیلوټه الوتکه راغورځولې

د حماس جهادي غورځنګ د القسام څانګې ادعا کړې، چې د اسرائيلو درې مرکاوا ټانکونه يې د قوي ماینونو په وسیله د غزې په شمال ختيځ، جباليا سيمه کې له منځه وړي دي.

د قدس بريګادونو ويلي، چې دوی د اسرائيلو يوه پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکه (ماتریس ۶۰۰) د غزې ښار په التفاح سیمه کې راغورځولې ده.

دوی دا چاره د خپلې دفاعي مبارزې برخه ګڼلې او وايي، چې د اشغالګرو د استخباراتي او هوايي برتري مخنیوی کوي. له بل لوري، د ايران ګڼ شمېر کاروونکو په ټولنيزو شبکو کې له مقاماتو سره په يوه ګډ وړانديز کې غوښتي، چې د قدس او د فلسطين اشغال شويو سيمو د آزادۍ لپاره عمليات پيل شي.

اړوند خبرونه