ډېر لوستل شوي

د ايران د بهرنيو چارو د ترور هڅه شنډه شوې

د ايران د بهرنيو چارو د وزير عباس عراقچي د ترور هڅه د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو له خوا شنډه شوې ده.

د عراقچي سلاکار محمد حسين رنجبران رسنيو ته ويلي، چې دا يوه «لويه صهيونيستي دسیسه» وه، چې د ايران د امنيتي ادارو له خوا په وخت کشف او خنثی شوې ده.

رنجبران زياتوي، که چېرې امنيتي ځواکونو وخت پر وخت اطلاعات نه وای ترلاسه کړي، نو ښايي دا هڅه څو ورځې وړاندې په تهران کې عملي شوې وای.

نوموړي د دې هڅې تر شا د اسرائيلو استخباراتي لاس بللی او ويلي يې دي، چې د ايران د سياسي مشرانو پر وړاندې دا ډول پلانونه د هېواد د ملي حاکميت پر ضد تباه‌کوونکې دسيسې ګڼل کېږي.

د پېښې په اړه لا ډېر جزئيات نه دي خپاره شوي؛ خو امنيتي ادارو د څېړنو د دوام خبره کړې ده.

اړوند خبرونه