ډېر لوستل شوي

روسيه: د ا.ا د سفير د راتګ په تمه يوو او د رسمیت پرېکړه به پر مناسب وخت وشي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې دغه هېواد دا مهال د اسلامي امارت له لوري د خپل سفير د لېږلو په تمه دی.

نوموړې د «سپوټنيک» خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي، چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په تړاو به د روسيې د مشرتابه له لوري په يو مناسب وخت کې پرېکړه وشي. زاخارووا دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې د اسلامي امارت او روسيې ترمنځ اړيکې د تماس او تفاهم پر بنسټ روانې دي او د سفير استول به د دې اړيکو يو بل مهم ګام وي.

اړوند خبرونه