ډېر لوستل شوي

وال سټریټ ژورنال: اسرائيل له ایران سره د جګړې پر سر هره ورځ تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو زیات لګوي

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې اسرائيل دا مهال له ایران سره د روانې جګړې پر سر هره ورځ تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو زیات لګښت کوي.

د راپور له مخې، یوازې د ایران له لوري د هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره د اسرائيل د هوايي دفاع سیستم (ایرن ډوم) ورځنی لګښت ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

سرچینې زیاتوي، که د جنګي الوتکو، مهماتو، لوژستیکي لګښتونو، او د زیانمنو شویو ودانیو د ترمیم مصارف هم ور اضافه شي؛ نو ښايي دا شمېر هره ورځ تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو واوړي. ورځپاڼې د پوځي او اقتصادي شنونکو له قوله لیکلي، چې که جګړه وغځېږي؛ نو دا لګښتونه به نه یوازې د اسرائيل اقتصادي بنسټونه کمزوري کړي، بلکې د دغه رژیم د بریدونو پر ځواک او نظامي وړتیا به هم ژورې اغېزې وکړي.

اړوند خبرونه