د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وايي، افغانستان له روسیې سره د ځینو خوراکي توکو پر وارداتو خبرې پيلوي.
ښاغلي عمري د سنټپټرزبرګ اقتصادي غونډې په څنډه کې رویټرز ته ویلي، چې که له ایران سره د روانې جګړې له امله د وارداتو ستونزې پیدا شي، افغانستان به له روسیې واردات پيل کړي.
افغانستان دا مهال له ایران څخه لبنیات او نور خوراکي توکي اخلي؛ خو له روسیې او قزاقستانه په پراخه کچه غنم او اوړه واردېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همداراز له روسي چارواکو غوښتي، چې افغانستان ته د اوړو پر ځای مستقیماً غنم صادر کړي.