ډېر لوستل شوي

ا.ا د ملګرو ملتونو درې‌ میاشتنی راپور رد کړ؛ مجاهد: افغانستان کې له تېر هر وخت ډېر امن دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو له‌ لوري د خپور شوي درې‌ میاشتني راپور په غبرګون کې ویلي، چې په دغه راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات وړاندې شوي او هڅه شوې، چې د هېواد اوسنی وضعیت ناسم وښودل شي.

ښاغلي مجاهد ویلي: “دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی، پروپاګند ته زمینه برابروي او د افغانستان له مثبت واقعیتونو سترګې پټوي.”

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په هېواد کې عمومي امنیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او خلک د شرعي نظام تر سیورې لاندې په ارامه ژوند کوي.

مولوي ذبيح‌الله مجاهد زیاته کړې، چې په راپور کې عادي جنايي پېښې د امنیتي پېښو په توګه تعبیرې شوې دي، حال دا چې دا ډول پېښې په نورو هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې واقع کېږي.

اړوند خبرونه