ډېر لوستل شوي

د افغانستان او هند ترمنځ د اړيکو په لا پراختيا غور؛ نوی ډیلي له ا.ا سره مثبت تعامل ته لاره هواروي

د دیپلوماټ د یوه تفصیلي راپور له مخې، هند له اسلامي امارت سره د بشري مرستو، سوداګرۍ، ویزو او سیاسي خبرو له لارې د همکارۍ نوی پړاو پیل کړی دی.

د راپور پر بنسټ، د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه ۱۶۰ افغان باروړونکي موټر له وچو مېوو سره له پاکستانه هند ته اوښتي، چې دا د افغان–هند ځمکنۍ سوداګرۍ د بیا پیل څرګندونه کوي.

په اپرېل میاشت کې، هند له څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې وېزې فعالې کړې دي؛ چې پکې د زده‌کړې، روغتیا، سوداګرۍ او ملګرو ملتونو دیپلوماتیکې وېزې شاملې دي.

همداراز، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر د مارچ په ۱۵مه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړي، چې پکې دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

د دې ترڅنګ، هند د ۲۰۲۱ کال راپدې خوا افغانستان ته د بشري مرستو په چوکاټ کې لسګونه زره ټنه غنم، درمل، او نور اړین توکي استولي دي، چې دا کار یې له افغان ولس سره د ژورې اړیکې څرګندونه کوي. کارپوهان وايي، هند هڅه کوي د افغان ولس له اړتیاوو سره د مرستو تر څنګ، د سیمه‌ییز ثبات لپاره له اسلامي امارت سره عملي تعامل ولري، څو مثبتې همکارۍ او اقتصادي فرصتونه رامنځته شي.

اړوند خبرونه