د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشر «تاریا واټر ډال» سره کتلي او دواړو لورو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت د خبرپانې له مخې چې په دې کتنه کې مولوي نور جلال جلالي له مقابل لوري څخه د افغانستان د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا او د افغان زدهکوونکو لپاره د نیمهعالي روغتیايي زدهکړو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم د خدماتو په وړاندې کېدو ټینګار کړی او د یادې کمېټې څخه د نیمه روغتیايي زدهکړو برخه کې د افغان محصلینو د روزنې او د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په موخه د همکاریو غوښتونکی شو.”
روغتیا وزارت وایي چې بل لور ته د ناروې کمېټې مشر، خپلو دوامدرو همکاریو ته اشاره کړې او د نیمه روغتیايي زدهکړو په برخه کې یې د افغان محصلینو د روزنې او له روغتیایي سکټور سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.