د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن (شنبې، د غبرګولي ۳۱مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (یکشنبې) په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د تالندې برېښنا او سېلابي ورښت اټکل شته.
هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادرې په خبرپاڼه کې همداراز په ځتیځو، سوېلي، لوېدیځو او مرکزی ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلو مترو پورې وي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې ورښتونو او سېلابونو هېوادوالو ته مالي او درانه مالي زیانونه اړولي دي.