پاکستان اعلان کړی، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د ۲۰۲۶ کال لپاره د نوبل سولې نړیوالې جایزې ته نومولی دی.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه اقدام د ټرمپ د «پریکنډه ډېپلوماټیکې مداخلې» او د هند او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ کې د هغه د رهبرۍ او منځګړیتوب د رول له امله شوی دی.
د پاکستان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټرمپ د دواړو اټومي ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره داسې اقدامات کړي، چې د کړکېچ د پراخېدو مخه یې نیولې ده.
د نوبل سولې جایزه هر کال هغو شخصیتونو ته ورکول کېږي، چې په خپلو هېوادونو یا نړیواله کچه یې د سولې لپاره ارزښتمن اقدامات کړي وي. دغه جایزه له تر ټولو معتبر نړیوالو ستاینلیکونو څخه ګڼل کېږي. دا نومول، یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلانېږي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د امریکا په سفر کې د سپینې ماڼۍ میلمه و، او هلته یې له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کړې وه.