ډېر لوستل شوي

پر ایران د اسرائیلي بریدونو له امله څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي

د ایران روغتیا وزارت پر یاد هېواد د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله تر دې دمه له ۴۰۰ زیاتو کسانو د وژل‌کېدو او ۳ زره ۵۶ نورو د ټپي‌کېدو خبر ورکړی. 

نړیوالو رسنیو د ایران روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې د روانې جون میاشتې له ۱۳مې راپدېخوا د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په وژل‌شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې چې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په ایران کې د وژل‌شویو ډېره برخه ملکي وګړي دي.

د ایران روغتیا وزارت دا ارقام داسې مهال رسنیز کړي چې د یاد هېواد او اسرائیلي رژیم ترمنځ پر جګړې نهه ورځې اوښتې او لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ډزبندۍ» کوم څرک نه لیدل کېږي.  

بلخوا د ایران – اسرائیل جګړې پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي او د سیمې یو شمېر هېوادونو په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د کنترول هڅې هم پیل کړې دي.

اړوند خبرونه