ډېر لوستل شوي

ایران د م.م له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښته کړې؛ امریکا “تیری کوونکی” بلل شوی

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ له امنیت شورا څخه په يوه رسمي لېږل شوي ليک کې غوښتي، چې د امریکا وروستیو بریدونو ته د غبرګون په توګه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، ایران د ملګرو ملتونو له منشور سره سم، د امنیت شورا له غړو غوښتي چې د خپلو مسوولیتونو په رڼا کې دې د واشنګټن له لوري ترسره شوي بریدونه وڅېړي او پر وړاندې یې مناسب اقدامات ترسره کړي.

په یاد لیک کې چې د ایران استازولۍ له لوري لېږل شوی، د امریکا بریدونه “تيری” بلل شوي او ټینګار شوی چې امنیت شورا باید بې‌پرې او مؤثر غبرګون وښيي.

اړوند خبرونه