ډېر لوستل شوي

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، محمد اسحاق ډار سره کتلي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو پروژو او دوه‌اړخيز تجارت او ټرانزيټ خبرې کړې دي. 

په خبرپاڼه کې د مولوي امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې د دواړو هيوادونو د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړېدو سره به په دوه‌اړخيزو اړيکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي چې افغانستان او پاکستان د افغان ټرانس د پراختيا په څېر په سترو پروژو کې عملي پرمختگ کولای شي. 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناسته هم خبرې شوې دي.  د ویلو ده چې دا ناسته به نږدې راتلونکې کې په کابل کې وشي.

اړوند خبرونه