ډېر لوستل شوي

د ایران تر برید وروسته؛ اسرائيل خپل هوایي حریم وتاړه

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر هوايي برید وروسته، د اسرائيل هوایي چلند ادارې د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې خپل هوایي حریم د ټولو الوتنو پر مخ تړلی دی.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د صهيونيست رژيم چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د وروستیو پوځي تحولاتو له امله شوې، څو د هر ډول احتمالي ګواښونو مخنیوی وشي. خو دا نه‌ده څرګنده چې دا بندیز به تر کومې مودې دوام ولري.

د اسرائيل د ملکي هوايي چلند ادارې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ګام د خلکو د خوندیتوب او ستراتیژیکو تاسیساتو د ساتنې په هدف اخیستل شوی دی. دوی زیاته کړې چې وضعیت له نږدې څاري او که اړتیا وي، له نړیوالو هوایي شرکتونو سره به هم همغږي وشي.

په ورته وخت کې، نړیوالې هوايي شرکتونه هڅه کوي خپلې الوتنې له بدیلو لارو ترسره کړي، څو د هر راز احتمالي زيان مخه ونیسي.

اړوند خبرونه