ډېر لوستل شوي

د روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۵مه ناسته کې پر بېلابېلو مسایلو بحث شوی 

عامې روغتیا وزارت وایي چې د یاد وزارت د سرپرست، مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د رهبرۍ بورډ پنځلسمه ناسته د دغه وزارت د مرستیالانو، مقام د دفتر لوی رئیس، مرکزي رئیسانو او مشاورینو په شتون کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د ښه والي، نوې ودانۍ ته د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون د انتقال، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړېدو په برخه کې د چارو پر چټکتیا بحث شوی دی. 

د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې همداراز د خصوصي روغتیايي سکټور څخه پر ګډې څارنې، روغتونونو ته د اعتبار ورکولو سندونو او روغتیايي کارکوونکو ته د فعالیت جوازونو د ورکړې پر څرانګوالي، تدارکاتي چارو د چټکتیا او د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې مولوي نور جلال جلالي د ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلابېلې تخنیکي کمېټې ګمارلې، څو په ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

اړوند خبرونه