د ایران د بهرنیو چارو وزير سید عباس عراقچي د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه به بېپایلو نهوي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه کې ټینګار کړی، چې ایران به د خپلې خاورې، ملي ګټو او د خلکو د خونديتوب لپاره له ټولو شونو انتخابونو ساتنه وکړي.
عراقچي دا بریدونه د ایران پر حاکمیت ښکاره تیری بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به “اوږدمهاله اغيزې ” ولري. د ایران دا دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې سیمه له بېساري کړکېچ سره مخ شوې او د نړيوالو ډیپلوماټیکو هڅو تمرکز پر دې دی، چې وضعیت نور پسې ترینګلی نه شي.