پر ایران د امریکا د نن سهار بریدونو ته د هېوادونو د غبرګونونو په دوام، د تهران – واشنګټن د خبرو کوربه هېواد «عمان» د امریکا برید د نړیوال قانون پر ضد کړنه بللې او غندلی یې دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر ایران د امریکا برید د ملګرو ملتونو له هغه منشور سرغړونه ده چې پر بنسټ یې د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض منع شوی دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران سولهییز اټومي پروګرام د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان تر څار لاندې دی، او د امریکا بریدونه د غندنې وړ دي.
په ورته وخت کې د برېتانیا لومړي وزیر «کيیر استارمر» په منځني ختیځ کې د امنیت او ثبات ټینګښت «لومړیتوب» بللی او له ایران یې غوښتي چې بېرته خبرو ته راوګرځي.
نړیوالو رسنیو د بریتانیا د لومړي وزیر په حواله راپور ورکړی چې روان کړکېچ باید له ډیپلوماتیکې لارې پایته ورسېږي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو، پاکستان او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم پر ایران د امریکا ننني بریدونه غندلي او دا یې له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.