د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مې غونډې ته وینا کړې او د افغانستان اړوند او همداراز د سیمې پر بېلابېلو مسایلو هراړخیز غږېدلی دی.
ښاغلي متقي خپله وینا په منځني ختیځ کې روان وضعیت ته په اشارې پیل کړې، او پر غزې او ایران یې د اسرائیلي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست روان وضعیت ته په کتو سیمه له داسې بحران سره مخ بللې چې له امله یې ځوان نسل د ناهیلۍ له روان سره مخ شوی دی.
نوموړي پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د بهرنیو پدیدو پرځای راتلونکي نسل ته د اسلامي تمدن او تاریخ د انګېزې ورکولو زمینه برابره کړي.
ښاغلي متقي پخپله وینا کې د صهیونیستي رژیم له لوري روان اقدامات د ټولې سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو یې غوښتي چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
“دا غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبت ځای نه، بلکې د عملي اقداماتو، ګډو دریځونو او ابتکاراتي حالاتو د تعریف پیلامه وګرځي.”
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پخپله وینا کې د افغانستان پر اوسني وضعیت هم خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان له کلونو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او اشغال وروسته د خپلواکۍ، ثبات او بیاودانولو مرحلې ته داخل شوی دی.
ښاغلي متقي په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي او د بهرنیو اړیکو پراخولو په برخه کې افغانستان پرمختللی بللی، او د دې ترڅنګ یې د افغانستان د کنګلشوې شتمنۍ ازادېدل هم غوښتي دي.