ډېر لوستل شوي

نریندرا مودي: روان کړکېچ دې د خبرو له لارې حل شي 

د هند لومړی وزیر «نریندرا مودي» د ایران له ولسمشر، مسعود پزشکیان سره پر روان وضعیت ټلفوني غږېدلی دی.  

مودي د ایران ولسمشر ته پر روان تاوتریخوالي او سیمې ته د جګړې پر پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې، او په اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې دوی د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو لارو د روان کړکېچ د پایته‌رسېدو غوښتنه کوي. 

نن سهار امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل چې د سپاه پاسداران په ګډون یې د ایراني چارواکو غوسه او د نړۍ د هېوادونو اندېښنې راپارولي دي. 

د هېوادونو مشرانو له ښکېلو غاړو غوښتي چې د روانې جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. 

د ویلو ده چې پر ایران د امریکا نننیو بریدونو ته په نږدې ټولو غبرګونونو کې د امریکا دغه اقدام غندل شوی او د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

اړوند خبرونه