ډېر لوستل شوي

پر ایران د امریکا برید ته غبرګونونه؛ چین وايي، امریکا نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو ته د غبرګونونو په دوام، چین هېواد ویلي چې امریکا په دې اقدام سره د ملګرو ملتونو اصول او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي. 

د بیجینګ په اعلامیه کې پر ایران د امریکا ننني بریدونه په کلکه غندل شوي او دا یې په سیمه کې د کړکېچ پراخېدو لامل بللي دي. 

د چین د رسمي اعلامیې له مخې چې د جګړې ښکېلې غاړې دې ژر تر ژره روان کړکېچ پای ته ورسوي او په ځانګړې توګه دې اسرائیل اوربند ته راوګرځي. 

په اعلامیه کې همداراز د ملکي وګړو د امنیت پر تضمین او د خبرو له لارې د روان کړکېچ پر پایته‌رسېدو ټینګار شوی دی.  

د یادولو ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو هېوادونو هم پر ایران د امریکا بریدونه په کلکه غندلي او د ایران له حکومت سره یې خواخوږي ښودلې ده.  

امریکا د تهران – تل‌ابیب په جګړه کې د مستقیمې ښکېلتیا پیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د نن سهار له بریدونو وکړل چې د ګڼو هېوادونو غبرګونونه یې راوپارول.

اړوند خبرونه