ډېر لوستل شوي

پیټ هګسټ: امریکا ‘له ګواښ سره د خپلو ګټو د مخ‌کېدو په صورت کې’ عاجل او قاطع غبرګون ښيي

پر ایران د امریکا بریدونو ته له پراخو غبرګونونو وروسته، د امریکا دفاع وزیر «پیټ هګسټ» ویلي چې د دوی نننی برید په ایران کې د نظام د بدلون په موخه نه دی شوی.

هګسټ یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ادعا کړې چې امریکا د جګړې په لټه کې نه دی، او ننني بریدونه یې د هغو ګواښوونکو د له منځه‌وړلو لپاره کړي چې د امریکا ګټې ګواښي. 

د هغه په وینا چې امریکا په داسې حالاتو کې عاجل او قاطع غبرګون ښيي.

تر دې مخکې د امریکا د ولسمشر مرستیال «جي‌ ډي ونس» ویلي وو چې واشنګټن له تهران سره د اوږدمهاله تړون پر سر خبرو ته لېوالتیا لري.

د ویلو ده چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا ننني بریدونه په پراخه کچه غندل شوي، او د نړۍ هېوادونو دا د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قوانون څخه د امریکا ښکاره سرغړونه بللې ده. 

یو شمېر نورو هېوادونو د دغو بریدونو په اړه سیمې ته د روان کړکېچ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې ستونزه د خبرو او ډيپلوماتیکو لارو حل کړي.

اړوند خبرونه