د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر هوايي بریدونو وروسته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، دا بریدونه نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ سولې او امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.
سرمنشي له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې له لا ډېر تاوتریخوالي ډډه وکړي او ژر تر ژره د خبرو اترو میز ته راوګرځي.
یاده څرګندونه داسې مهال کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه له نوي پوځي پړاو سره مخ شوې، او نړیوالو بنسټونو د بحران د ژورېدو له امله خبرداری ورکړی دی.