ډېر لوستل شوي

ایران د انټرنشنال همکار او “د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ” په تور یو کس اعدام کړ

د ایران حکومت نن سهار محمد امین مهدوي، چې د ایران انټرنشنال تلویزیوني شبکې همکار او د اسرائیلو لپاره جاسوس بلل شوی، اعدام کړی دی.

د ایران د عدلیې چارواکو ویلي، مهدوي د بهرني جاسوسي، د امنیتي اطلاعاتو افشا، او د هېواد د ملي امنیت پر ضد د فعالیتونو په تور محکوم شوی و.

چارواکو ادعا کړې چې نوموړي له اسرائيلو سره فعاله همکاري درلوده.

تر اوسه د ایران انټرنشنال شبکې یا نورو نړیوالو ادارو د دغه اعدام په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

اړوند خبرونه