د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د یکشنبې په ورځ يوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په دغه برید کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
برید په یوې کلیسا کې هغه مهال شوی، چې ګڼ شمېر خلک هلته راټول شوي وو.
په سوریې کې دا لومړی ځانمرګی برید ګڼل کېږي، چې د بشارالاسد د رژیم له پرځېدو وروسته ترسره کېږي.