ډېر لوستل شوي

د اسلامي همکارۍ سازمان د اسرائیلي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

د اسلامي همکارۍ سازمان په اعلامیه کې د اسرائیلي رژیم د پالیسۍ غندنه شوې، او د ایران په ګډون پر یو شمېر هېوادونو یې د صهیونیستي رژیم بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیې په استانبول کې د یاد سازمان ۵۱ غونډه پایته رسولې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د اسرائیلي رژیم له لوري د نسل‌وژنې او د سیمې د بې‌ثباته‌کوونکو پالیسو کلک مخالفت کړی دی. 

د یاد سازمان په اعلامیه کې په نړیوالې ټولنې غږ شوی چې اسرائیلي رژیم د خپلو جنایتونو ځواب‌ورکولو ته اړ باسي او په سیمه کې د روان وضعیت د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه کې روان وضعیت له نړیوال قانون، انساني او بشري حقونو سرغړونه ده او صهیونیست رژیم ته دې د کړو جنایتونو حساب ورکړل شي.

د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې له افغانستان څخه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، مولوي امیرخان متقي هم د یو پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و.

ښاغلي متقي په دې غونډه کې د وینا ترڅنګ له تېرو دوو ورځو راپدېخوا د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتنې کړې او پر بېلابېلو مسایلو یې بحثونه کړي دي.

اړوند خبرونه