د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته د تهران په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د هېوادونو استازو د امریکا پر مداخلې سختې نیوکې کړې او پر ایران برید یې له نړیوال قانون سرغړونه بللې ده.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش ویلي چې ایران او اسرائیل دې سمدستي خبرې پیل کړي او د غچاخیستې پرځای د ډيپلوماسۍ لار غوره کړي.
ګوتریش ټینګار کړی چې د سیمې خلک د یو بل ناورین ویجاړۍ نشي زغملای او د جګړې ښکېل اړخونه باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
پر ایران د امریکا د بریدونو په اړه د امنیت شورا په دې بېړنۍ غونډه کې د ایران استازي «امیر سعید ایرواني» بیا د امریکا د بریدونو د غندنې ترڅنګ د ایران د سخت غبرګون خبرداری ورکړ.
په دې غونډه کې د امریکا استازي پر ایران د خپلو بریدونو ملاتړ کړی، خو د روسیې استازي «واسیلي نبنزیا» بیا واشنګټن تورن کړی چې د اسرائیلي رژیم په وسیله د ښځو او ماشومانو وژنه او له بشري حقونو سرغړونه ورته هېڅ ښکاري.
د روسیې استازي همداراز ویلي چې امریکا د نړیوالې ټولنې نظرونو ته هېڅ پام نه کوي او په پرلهپسې توګه له نړیوال قانون سرغړونې کوي.