ډېر لوستل شوي

د جوزجان  ۲۰۰ بستریز روغتون ته د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات سپارل شوي

د جوزجان روغتیایي مسوولین وایي، د یاد ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون ته د څه باندې ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته سپارل شوې ده.  

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس، قاري ذبیح الله حسیني ویلي چې دا مرسته د متحده عربي اماراتو د یو شیخ «سرور بن محمد آل‌نهیان» له لوري له یاد روغتون سره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د طبي تجهیزاتو په دې مرسته کې د ناروغ د څارنې سټینډ، د زیږون میز، د الټراسونډ (سونولوژي) ماشین، استرلییزه دستګاه (اتوکلاو)، او یو تور او سپین پرنټر شامل دي.

د جوزجان روغتیایي مسوولینو په وینا چې د دې تجهیزاتو په رالېږدولو سره به یاد روغتون کې د طبي تجهیزاتو د نشتون ستونزې ۵۰ سلنه کمې شي. 

تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو سره د یو شمېر ادارو او باندنیو سوداګرو لخوا د ورته توکو مرستې شوې وې.

اړوند خبرونه