ډېر لوستل شوي

شمالي کوریا: واشنګټن د نورو هېوادونو امنیتي حریم ته د مداخلې له لارې خپلې ستراتیژیکې موخې پرمخ وړي

شمالي کوريا پر ايران د امريکا بريدونه غندلي او دا يې د يو خپلواک هېواد پر حاکميت ښکاره تېری بللی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، واشنګټن هڅه کوي د نورو هېوادونو امنیتي حریم ته د مداخلې له لارې خپلې ستراتیژیکې موخې پرمخ یوسي.

بل‌ لور ته، سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د خپل ملي امنیت له ټیم سره لیدنه ولري، څو د ایران د وضعیت په اړه مشورې وشي.

دغه راز، ټرمپ د تروث سوشال په نوم خپل ټولنیز پلیټفارم کې لیکلي: “که څه هم په ايران کې د “رژیم بدلون” اصطلاح کارول له سیاسي اړخه ناسمه ده؛ خو که اوسنی نظام د ایران د پرمختګ وړتیا ونه لري؛ نو بدلون یې یوه معقوله اړتیا ده “.

اړوند خبرونه